د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسئولینو په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: د تېر کال پر مهال په مرکز او ولایتونو کې د الکترونیکي تذکرو په ۷۴ څانګو کې څهباندې دوه نیم میلیونه الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي. دغه راز ۷۴ زره او ۵۰۰ کسانو ته په الکترونیکي تذکرو کې له وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسئولینو زیاته کړه، تېر کال په مرکز کې شاوخوا ۳۲۰ زره او په ولایتونو کې ۳ میلیونه او ۵۰ زره هېوادوالو ته د کاغذي تذکرو د وېش، اصلاح، تایید او د ژوند پېښو د ثبت برخه کې خدمتونه وړاندې شوي دي. د دې ترڅنګ، هېواد ته د نېږدې ۱۲ زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی او د هېوادوالو شاوخوا ۴ زره شکایتونو ته تر ثبتېدو وروسته رسېدنه شوې او ستونزې یې حل شوې دي.
دغه راز مسئولین زیاتوي، تېر کال کې له ادارې فساد سره د مبارزې برخه کې د مرکزي او ولایتي ریاستونو چارې ارزول شوي، چې په ترڅ کې ۱۳۰ قضیې څېړل شوي. د دغو څېړنو پایله کې ۴ قضیې عدلي او قضايي ارګانونو ته راجع شوي او ۳۹ کارکوونکي منفک شوي دي.
د ۴ میلیونه الکترونیکي تذکرو وېش او د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو د وېش څانګو پراختیا، کابل ښار کې د آسان خدمت د دوه نورو مرکزونو فعالول او په بېلابېلو برخو کې یو شمېر مهمې سروې ګانې ترسره کول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له عمده پلانونو څخه دي.