د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولینو په دې مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: په تېر کال کې له درملتونونو، د درملو وارداتي شرکتونو، درملو او خوراکي توکو له تولیدي فابریکو څخه د څارنې پر مهال؛ څه باندې ۲۴۵ ټنه بې کیفیته او تاریخ تېر درمل، روغتیایي محصولات او خوراکي توکي راټول او له منځه وړل شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د تېر کال پر مهال په کابل ښار کې له ۴۵۳۶ درملتونونو څخه څارنه شوې، چې په پایله کې یې۷۷۱ درملتونونه د قانوني سرغړونو له امله تړل شوي، ۱۸۰ ته سپارښتنې شوي او ۱۲۶ نورو درملتونونو ته اخطار نامې ورکړل شوې دي.
مسئولین وایي، چې له داخلي تولیداتو څخه ملاتړ د ادارې له لومړیتوبونو څخه دی او د همدې لپاره یې په دې برخه کې زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي دي. دغه راز د غذايي مصؤنيت له پلوه خوندي او ډاډمنو خوړو ته د هېواد والو د لاسرسي په موخه زیاتې هڅې شوي چې له امله یې د ادارې په چوکاټ کې د خوړو خونديتوب عمومي رياست رامنځته شوی دی.
د خوړو او درملو ملي ادارې مسئولینو زیاته کړه، وروستي یوه کال کې ۱۹۶ عمده درمل پلورنځيو ، ۱۵۶ وارداتي شرکتونو ، ۱۰ تولیدي فابریکو او ۱۴۲ د درملو وارداتي شرکتونو او دتولیدي فابریکو استازولیو ته د فعالیت اجازه لیکونه ورکړل شوي دي. دغه راز ۲۱۴۰۲ قلمه درملو او روغتیايي محصولاتو ته د وارداتو اجازه ورکړل شوې او ۱۰۷۹۶ قلمه درمل او روغتیايي محصولات قېمت ګذاري شوي دي.
د مسئولینو په وینا، په لابراتوارونو کې د خوراکي توکو، درملو او څښلو اوبو، ۵۲۰۹۹ نمونې تجزیه شوي، چې ۴۹۸۵۷ د درملو، ۱۳۹۱ خوراکي توکو ۸۵۱ د څښلو اوبو نمونې دي او د دې ازموینو پایله کې ۸۱۲ نمونې د مختلفو دلایلو له امله مسترد شوي دي.
د مسئولینو د معلوماتو پر بنسټ، درملیزو او خوراکی تاسیساتو ته د جواز ورکول، د درملو او خوراکی توکو ثبت، د درملو او خوراکي توکو د کیفیت کنټرول، له درملیزو او خوراکي تاسیساتو څخه څارنه او د پروسس شویو غذايي موادو ثبتول، د ۱۴۰۲ کال لپاره د خوړو او درملو ملي ادارې له عمده پلانونو څخه دي.