د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسئولینو په دې خبري ناسته کې وویل: وروستي یوه کال کې د ۱۴۸۵۲ تاسیساتو، لوړپوړو ودانیو، حمامونو، فابریکو، تېلو تانکونو، رېګرېشنونو د خښتو بټیو او روغتیایي مرکزونو، د تسخین سیستم، سون توکو، شنې ساحې او کثافاتو مدیریت له سیستم څخه، د اصلاح او معیاري کولو په موخه څارنه شوې او د هېواد په کچه د ۱۲۳۳ پروګرامونو له لارې؛ شاوخوا ۲۳۵۴۰۰ تنو ته چاپېریالي زده کړې ورکړل شوي دي.
د مسئولینو په وینا، تېر کال کې د عامه او خصوصي سکتور د ۱۳۱۸ انکشافي، زېربنایي، صنعتي او تولیدي پروژو او فعالیتونو چاپېریالي او ټولنیزې اغېزې ارزول شوي، چې ۱۲۹۹ پروژې او فعالیتونه تایید او ۹۱ پروژې او فعالیتونه د چاپېریالي معیارونو د نه مراعتولو له امله، رد شوي دي.
دغه راز د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د اقلیم بدلون او ژوند بڼو برخه کې د سرچینو اختصاص د شفافیت سیستم پروګرام او د لږ پرمختللیو هېوادونو صندوق له لارې د افغانستان د ۳۰ میلیون ډالرو سهمیې د مالي تعهد ترلاسه کول او د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې د ۳۲ ځنډېدلیو پروژو د چارو پیلولو تعقیب، چې له دې جملې د دوه پروژو چارې پیل شوي؛ د اقلیم بدلون برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لاسته راوړنو څخه دي.
د چاپېریال ساتنې ادارې مسئولین وایي، په تېر کال کې د له منځه تللو خطر سره مخ وحشي ژوو او نباتاتو د ساتنې په موخه، خصوصي شرکتونو ته د وحشي ژوو د نړیوال تجارت لپاره، ۳۲ جواز لیکونه ورکړل شوي، د ۱۴۹ ژوو او نباتاتو له ښکار او سوداګرۍ څخه مخنیوی شوی او د ۴۹۳ ډوله وحشي حیواناتو او مرغانو د قاچاق مخه نیول شوې ده. دغه راز تېر کال د امارتي ادارو او خصوصي سکتور په همکارۍ د هېواد په کچه، کابو ۳۵ میلیونه میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېښودل شوي دي.
د پروژو تطبیق او مالي سرچینو د جذبولو له لارې د اقلیمي بدلون مدیریت، د اقلیم بدلون مدیریت د پنځه کلن پلان ترتیب، د چاپېریال ککړوونکو منابعو دوامداره څارنه او کنترول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمده پلانونو څخه دي.