د کابل ښاروالۍ مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د ښاروالۍ د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د کابل ښاروالۍ مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: تېر کال کې د سړک جوړولو برخه کې ۲۵ پروژې تطبیق شوي، چې په ترڅ کې په ټولیز ډول څه باندې ۶۶ کیلو متره سړکونه سفالټ او کانکرېټ شوي دي. دغه راز د تېر کال پر مهال ۱۳ څلورلارې هم په ښکلې بڼه جوړې شوي دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولینو زیاته کړه، وروستي یوه کال کې په ټولیز ډول ۵۶۹۴ متره په اوږدوالي د ۵ کانالونو د ځینو ساختماني چارو پیل او بشپړول، د کابل ښار یو شمېر ناحیو کې د ۷ ژورو څاګانو کېندل، په اومه ناحیه کې د ده دنا فاتحې اخیستنې صالون جوړول، د دوه ګدامونو ترمیم او د څلور پارکونو جوړول او سرسبزي؛ په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ له نورو فعالیتونو څخه دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د کابل ښار په کچه په ټولیز ډول د ۴۸۸۷۵۱ ټنه کثافاتو ټولول او انتقال، د ۴۶۲۵۸۶ مترو په اوږدوالي د کانالونو او سړک غاړو ویالو پاکول، د څه باندې ۱۹ زره بېلابېلو اصنافو بررسي، د ۱۹۹۸۲۸ ټنه تاریخ تېرو خوراکي توکو ټولول او د ۳۶۹۲ لوړپوړو ودانیو بررسي کول، په تېر کال کې د کابل ښاروالۍ له نورو فعالیتونو څخه دي.
دغه راز د سړکونو جوړولو د پاتې چارو بشپړول، تر تدارکاتي پروسو وروسته د سړک جوړولو چارو پیل، د کانالونو، مارکېټونو او رحمان مینه کې د استوګنیزو بلاکونو د ډیزان چارو تر سره کول؛ په ۱۴۰۲ کال کې د کابل ښاروالۍ له عمده پلانونو څخه دي.