د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: د تېر کال پر مهال د علومو په بېلابېلو برخو کې ۴۶ علمي- څېړنيزې پروژې بشپړې شوي او ۱۷۶ نورې علمي- څېړنيزې پروژې تر کار لاندې دي.
د علومو اکاډمۍ د مسئولینو په وینا، وروستي یوه کال کې د علومو په بېلابېلو برخو کې ۸۳ علمي- څېړنيز کنفراسونه جوړ شوي، په ملي سطحه ۶ علمي- څېړنيز سيمینارونه دایر شوي او د علومو په بېلابېلو برخو کې ۳۳ عنوانه کتابونه، چاپ شوي دي. دغه راز د آریانا، کابل، خراسان، افغانستان، باستانشناسی، تبیان، طبیعت، کوشانیان، پښتو او د سيمه ییزو مطالعاتو مجلو، ۳۶ ګڼې چاپ شوي، چې په بېلابېلو علمي برخو کې ۲۴۸ علمي- څېړنيزې مقالې لري.
د علومو اکاډمۍ مسئولین وایي، چې په علومو اکاډمي کې د افغانستان د ژباړې ملي مرکز رامنځته کول، له ۳۶ علمي او فرهنګي مرکزونو او کتابتونونو سره د ۲۴۰۷ ټوکه کتابونو او ۶۰۸ علمي مجلو مرسته، د علومو اکاډمۍ کارکوونکو ته د قرآن کريم د ترجمې او تفسير پروګرام بشپړول او د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د څېړنې ميتودولوژۍ له کورس څخه د ۲۱ تنه هېوادوالو فارغېدل؛ په تېر کال کې د علومو اکاډمۍ له نورو فعالیتونو څخه دي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، د مرابحې لارښود، د مایکروفاینانس شرکتونو د تحویل طرحې، د مضاربتي تکافل طرحې، د بانکونو د تحویل طرحې او د مضاربت لارښود چمتو کول؛ د اسلامي بانکوالۍ برخه کې د علومو اکاډمۍ له لاسته راوړنو څخه دي.
دغه راز د مسئولینو په وینا، د ۵۰ علمي- څېړنيزو اثارو، ۳۶ علمي- څېړنيزو مجلو او ۵۰۰ ټوکه اريانا ادبي دايرة المعارف چاپول، د ۶ علمي- څېړنيزو سيمینارونو دایرول، د لنډمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي ستراتېژيک پلان جوړول، له بېلابېلو ژبو څخه د اړتيا وړ ۳۰ اثارو ژباړل، د علومو اکاډمۍ د کتابتون ډيجيټل کول، د بانکوالۍ د معاصرو مسایلو څېړنه او پر ۱۷۰ علمي- څېړنيزو پروژو کار پیلول؛ د ۱۴۰۲ کال لپاره د علومو اکاډمي له عمده پلانونو څخه دي.