د افغانستان بانک مسئولینو، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، د خپلې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان بانک مسئولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل: تېر کال کې د معقولو پولي سیاستونو په تطبیق سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ له نرخ څخه په ښه ډول ساتنه شوې ده. مسئولین زیاتوي، تېر کال کې د افغانۍ ارزښت د امریکایي ډالرو پر وړاندې ۴.۴ سلنه لوړ شوی، د انفلاسیون نرخ ۶ سلنه ټیټ شوی او د پولي پایې په دوران کې د پیسو او اسعاري زېرمو لپاره، ټاکل شوې موخې تر لاسه شوي دي.
د افغانستان بانک مسئولینو وویل، د بانکوالۍ سکتور د پرمختګ او ټیکاو لپاره، په سوداګریزو بانکونو کې د مشتریانو پر امانتونو د محدودیتونو کچه راټیټه شوې، بازار ته نوي بانکنوټونه تزریق او مندرس بانکنوټونه راټول شوي دي. دغه راز هغوی وویل، اوسمهال په بانکونو کې د نویو حسابونو په جوړوونکو هېڅ ډول محدودیت نشته او هر وخت له حساب څخه په هره اندازه پیسې اخیستلای شي.
د مسئولینو د معلوماتو له مخې، ۹۷ صرافیو او د پولي خدمتونو شرکتونو او ۵ الکترونیکي موسسو ته د جوازونو ورکول، په هېواد کې د اسلامي او برېښنایي بانکوالۍ د لا زیاتې ودې او پراختیا لپاره اغېزناکې هڅې او د افغانستان بانک د معلوماتي تکنالوژۍ د مسلکي کارکوونکو په هڅو د ICPSS/ACSS سیستمونو چې په هېواد کې له تحول وروسته د تمویل کوونکو کمپنیو له لوري بند شوي وو، په بریالۍ توګه جوړول؛ په تېر کال کې د افغانستان بانک له نورو فعالیتونو څخه دي.
دغه راز مسئولین زیاتوي، چې د هېواد په ټولو برخو کې د نقدینګۍ تأمین او د افغانیو د ترویج برخه کې د پام وړ ګامونو پورته کول او د کورنیو او بهرنیو اداینو تصفیې او تسویې په برخه کې د بین البانکي سیستم له لارې په ټولیز ډول د ۶۵۱،۵۷۹ معاملو تر سره کول؛ په تېر کال کې د افغانستان بانک له نورو لاسته راوړنو څخه دي.