د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.
یادو قومي مشرانو په هېواد کې د اسلامي امارت بشپړ حاکمیت او خپلواکي بېسارې یاده کړه او ویې ویل، په افغانستان کې د قوي اسلامي نظام د راتګ له امله خلک له حکومت سره همکار دي.
هغوی د عدالت په راتګ خوښي وښوده او په عدلي او قضايي برخو کې د لامثبتو بدلونو غوښتونکي شول.
هغوی زیاته کړه، د اسلامي نظام ساتنه د اسلامي امارت او ملت ګډ مسئوولیت دی او دې برخې ته باید لاډېر کار وشي.
یادو قومي مشرانو د حکومتي چارو په برخه کې یو لړ وړاندېزونه او مشورې د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر، د کوټ ولسوالۍ له مخورو سره په لیدنه خوښي څرګنده او یادونه وکړه، چې له اسلامي نظام سره د خلکو مینه او علاقه د ملت ملاتړ په ډاګه کوي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د امنیت له ټېنګښت وروسته اسلامي امارت د هېواد سوکالۍ ته ملاتړلې او همدارنګه دا مهال د سیمې پر هېوادونو سربېره له نړۍ سره ښې اړیکې رغاول شوي، چې د افغانستان پر اقتصاد به مثبت اغېز ولري.
نوموړي همدارنګه وویل، د افغانانو مشورو او وړاندیزونه ته پوره پام کیږي.