د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشونو او تشکيلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه د یاد کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې چې له پل باغ عمومي څخه تر پل خشتي پورې د سړک جوړولو پروژې کاري چارو ارزونې ته ځانګړې شوې وه، پکې د حبیب بلال قراردادي شرکت له لورې د ترسره شویو چارو او د یاد سړک پر غاړه د فلزي هټیو د اجارې په اړه د حبیب بلال شرکت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د همغږۍ پر څرنګوالي هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.