د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع په ارګ کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس محترم احمدالله وثیق او د افغانستان د تکواندو لوبډلې غړو سره چې له سویلي کوریا څخه یې ۱۴ مختلف مډالونه راوړي دي، وکتل.
دغه غونډه چې د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوه، په پیل کې د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر د سیاسي او ولسي چارو رئیس محترم مولوي ګلزار احمد حقاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ځوانان د ټولنې د ملا تیر حیثیت لري او ستاسو پیاوړې روزنه او پالنه د افغانستان د روښانه راتلونکې اساس جوړوي.
نوموړي په تېر شل کلن جهاد کې د ځوانانو رول ته په اشارې وویل، اوس د ابادۍ وخت دی او اسلامي امارت په دې برخه کې پر تاسو ډېر حساب کوي.
ورپسې د بدني روزنې او سپورټ عمومي رئیس محترم احمدالله وثیق همدا اوس په ګڼو بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د مختلفو لوبډلو او لوبغاړو د لوبو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، زموږ لوبغاړي په بهر کې د افغانستان سفیران، د پرمختګ او هیلو سمبولونه دي.
د نوموړي په وینا، دا مهال د یاد ریاست تر چتر لاندې په ټول افغانستان کې څه باندې دوه لکه ځوانان په بېلابېلو برخو کې په ورزش بوخت او د تکواندو ملي لوبډلې په سویلي کوریا کې په وروستیو سیالیو کې ګڼو هیوادونو ته په ماتې ورکولو سره د سپینو زرو، برونزو او سرو زرو ۱۴ مډالونه ګټلي دي.
ښاغلي وثیق د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د بودجې، بهرنیو سیالیو کې د ګډون لپاره لوبغاړو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او په مرکز او ولایتونو کې د همغږۍ زیاتوالي په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم مطرح کړل.
ورپسې د افغانستان د تکواندو فدراسیون رئیس ډاکتر نجیب الله سکندر او د تکواندو لوبډلې غړي محسن رضایي خبرې وکړې وې ویل، د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې لوبغاړي په دې کچه مډالونه ګټي او د بودجې او معاشونو ستونزې د حل ترڅنګ یې لوبغاړو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع د تکواندو لوبغاړو ته د وروستیو لاسته راوړنو مبارکي وویله او د هیواد له ورزشکارانو سره د دغو غونډو دوام یې مهم وباله.
ډاکتر ملا عبدالواسع د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره د ټولو اقشارو د قربانیو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، اوس د نظام د بقا او رسمیت ترلاسه کولو لپاره د ورزشکارانو رول ډېر مهم دی او اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د ټولو د ستونزو حل لپاره هڅې کوي.
نوموړي د غونډې په پای کې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې او وړاندیزونه به یې له اړوندو ادارو سره شریک کړي. دغه غونډه د دعائیې په لوستو سره پای ته ورسېده.