د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولايت يو شمېر محلي مسؤولينو سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی د سرپل ولايت امنيه قوماندان محترم مولوي عبدالبصير مظهري خبرې وکړې او د دې ولايت د امنيتي وضعيت او سيمه ييزې حکومتولۍ په اړه يې د رياست الوزرا اداري معاونیت ته راپور وړاندې کړ.
نوموړي د اشغالګرو پر وړاندې د سرپل ولايت د خلکو د زيار او سرښندنو يادونه وکړه او زياته يې کړه، محلي مسؤولين خلکو ته د خدمت رسولو او په دې ولايت کې د امنيت تامين لپاره تل هڅې کوي.
محترم مولوي عبدالبصير مظهري همداراز د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل، ترڅو د سرپل ولايت په لرې پرتو سيمو کې د انکشافي پروژو تطبيق، د کانونو استخراج، د اوبو بندونو جوړولو، ښوونې او روزنې، د مجاهدينو وضعيت ته رسيدګي او د دې ولايت خلکو ته د کار زمينې برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، د اشغالګرو پر وړاندې مبارزه کې د سرپل ولايت د خلکو د زيار او سرښندنو ستاينه وکړه.
د رياست الوزرا اداري مرستيال زياته کړه، ځايي مسؤولين د غوره خدمتونو وړاندې کولو، نيک چلند او د امنيت تامين مکلفيت لري او په دې برخه کې بايد هېڅ ډول سستي ونه کړي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همداراز د هغوی وړانديزونو په اړه وويل، اسلامي امارت د ستونزو لمنځه وړل او خلکو ته د اسانتیاوو رامنځه کول خپل مسووليت بولي او د امکاناتو په چوکاټ کې به د يادو مواردو په اړه اقدام وکړي.