د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخار والي محترم مولوي ضیاالرحمن مدني سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی د تخار والي محترم مولوي ضیاالرحمن مدني. په یاد ولایت کې د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
هغه زیاته کړه، محلي مسوولین د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو د حل او هغوی ته د خدماتو په رسولو کې تل کوښښ کوي او خپلې هڅې نه درېغوي.
د تخار والي په تېره اداره کې یاد ولایت ته د نه پاملرنې یادونه وکړه. او د اسلامي امارت رهبري څخه یې وغوښتل. چې د پراختیایي پروژو تطبیق، د ولسوالیو د سرکونو جوړولو، ښوونې او روزنې او د دې ولایت خلکو ته د شغل د ایجاد په برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د تخار د والي کړنې او لاسته راوړنې وستایلې او وې ویل، محلي مسوولین دې د امنیت د تامین او خلکو ته د غوره خدماتو په برابرولو کې هراړخیزې هڅې وکړي.
همدارنګه محترم مولوي عبدالسلام حنفي وویل،. اسلامي امارت شته امکاناتو ته په پام. د خلکو د ستونزو په تشخیص، لیرې کولو او هغوی ته د شغلونو په ایجاد کې خپلې هیڅ ډول هڅې نه سپموي.