د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د مکروریانو د اوسېدونکو له استازو او وکیلانوسره ولیدل.
په دې ناسته کې د مکروریانونو د اوسېدونکو استازو د اسلامي امارت لخوا کابل ښاریانو ته د اسانتیاوو برابرولو او د ښار په ښکلا خوښي څرګنده او زیاته یې کړه، په کابل ښار کې زورواکي ختمه شوې او نور په یو او بل نوم ښاریان نه ځورول کیږي.
دوی زیاته کړه، سره له دې چې امارت دوی ته ډېر خدمت کړی، خو لا هم له یو شمېر ستونزو سره هم مخ دي . همدارنګه یې د لوړو ودانیو او بلاکونو د ستونزو د حل تر ټولو غوره لاره د اسلامي امارت د پخوانۍ طرحې پلي کېدل وبلل او دستونزو د حل په موخه یې خپل عرائض د ریاست الوزراء محترم سیاسي مرستیال ته وسپارل.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر وویل، حکومت د کابل ښار ښکلا او انکشاف ته ځانګړی پام لري او ټولې اړونده ادارې د دې لپاره جدي کار کوي.
محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه، ټولې ادارې د خلکو همکارۍ ته اړتیا لري، څو د ښار په حالت کې ښه والی رامنځ ته کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، کابل باید یو معیاري ښار او ښاریان له ټولو اړینو اسانتیاوو برخمن شي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت ددوی ستونزوته ځانګړی پام لري او په دې برخه کې کابل ښاروالي او دمکرورویانونو د ساتنې اوڅارنې ریاست کار کوي.
محترم مولوي عبدالکبیر یادو استازو ته ډاډ ورکړ، چې د ستونزو د حل په موخه به یې اړوندوادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.