د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د هېواد په کچه څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوي دي.
د یاد وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع، چې د یکشنې په ورځ (۳۰ تله ۱۴۰۲) یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د وزارت د فعالیتونو په اړه معلومات ورکول وویل: په تېرو ۶ میاشتو کې د هېواد په کچه ۸۲۱۰ جنایي پېښې ثبت شوي چې له دې جملې ۶۷۶۵ پېښې د پولیسو لخوا کشف شوي، ۱۴۴۵ نورې تر کشف لاندې دي او د یادو پېښو په تړاو ۱۱۶۳۱ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.
ښاغلي قانع زیاته کړه، د روان کال په لومړیو دوو ربعو کې له جرمونو سره د مبارزې عملیاتو پر مهال ۸۰۰ میله سپکې وسلې، ۳۵ میله درنې وسلې، د سپکو او درنو وسلو ۳۱ زره مرمۍ، ۲۱۶ کړۍ لاسي بمونه، ۴۷۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۲۵ زرې واسکټونه، ۲۰۷ عرادې بېلابېل نقلیه وسایط، ۹۶ موټر سایکلونه، په زیاته اندازه مخابرې، مبایلونه، K ټابلېټ، یو نیم میلیون افغانۍ او ۱۶ زره ۶۰۰ ډالر هم د پولیسو لاسته ته ورغلي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې د کورني امنیت عمومي ریاست منسوبینو د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۸۰۹ تنه شکمن کسان چې ۴۴۹ تنه یې امنیتي منسوبین او ۳۶۰ تنه یې ملکي وګړي دي نیولي، چې له نیول شویو کسانو څخه زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې، مرمۍ، چاودېدنکي توکي، لاسي بمونه او ۲۰۰ زره افغانۍ ترلاسه شوي دي. دغه راز ۲۱۰ امنیتي منسوبین په بېلابېلو جرمونو کې د لاس لرلو په تړاو له دندو کوښه شوي دي.
همدارنګه د پولیسو ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره د خلکو د همکارۍ پایله کې د هېواد بېلابېلو برخو کې ۶۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي، ۲۷ عرادې غلا شوي موټر پیدا او ۷۴ تنه غله هم نیول شوي دي.
په همدې حال کې ښاغلي قانع وویل، له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په وروستیو ۳ میاشتو کې د هېواد په کچه ۳۴۸۶ عملیات تر سره کړي، چې په پایله کې یې د نشه یې توکو د قاچاق، پېر او پلور ۳۶۶۴ تنه شکمن کسان نیول شوي او د نشه یي توکو د تولید او پروسس ۲۹ کارخونې او ۵۵۲ لابراتوارونه له منځه وړل شوي دي. د نوموړي په وینا په دغو عملیاتو کې په زیاته اندازه سپکې او درنې وسلې، نشه یي توکي، نقلیه وسایط، مبایلونه او نغدې پیسې هم د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلي دي.
ښاغلي قانع زیاته کړه، چې وروستیو شپږ میاشتو کې ۱۱ زره ۴۰۰ معتادین له کابل او نورو ښارونو څخه راټول او د درملنې مرکزونو ته لېږدول شوي او ۲۵۷۹ تنه نور معتادین له درملنې وروسته، بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شوي دي. په ورته وخت کې د هېواد په کچه ۲۲ زره او ۵۵۰ جریبه ځمکه هم د کوکنارو له کر څخه پاکه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو شپږ میاشتو کې په لویو لارو او ښارونو کې د موټر چلوونکو د بې پروایۍ له امله ۲۲۸۸ ترافیکي پېښې رامنځته شوي، چې په ترڅ کې یې ۱۰۲۹ تنه هېوادوال شهیدان او ۳۸۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ښاغلي قانع په خبره، په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۱۶۳۴ پولیس د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د پولیسو له روزنیزو مرکزونو څخه فارغ شوي او ۲۵۶۸ پولیس اوسمهال د سواد زده کړې پروګرامونو کې په زده کړو بوخت دي.