د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز په رهبرۍ، د وزارتونو او ادارو د ویندویانو، دولتي، خصوصي او نړیوالو رسنیو د مسئولینو د همغږۍ ناسته، د چهارشنبې په ورځ (۳ لړم ۱۴۰۲) د دغه مرکز د ناستو په تالار کې تر سره شوه.
د یادې ناستې په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، مولوي نعیم الحق حقاني، ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: زمونږ د نننۍ ناستې موخه، د رسنیو او ویندویانو ترمنځ د ښه تعامل، دوه اړخیزه اړیکو او همکارۍ پراختیا او پیاوړتیا ده او هڅه به وشي چې دواړه لوري د ښې او مثبتې همکارۍ زیاتولو لپاره خپل وړاندیزونه سره شریک کړي.
ښاغلي حقاني، په اوسني عصر کې د رسنیو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د بریالیو دولتونو د بریا له مهمو عواملو څخه یو هم د رسنیو رول دی چې د هغوی په ګټه ښه تبلیغات کوي. دغه راز نوموړي وویل، د دولت او رسنیو ګډ مسئولیت دی چې د نظام لاسته راوړنې تر خلکو ورسوي او د رسنیو مرکز به په دې برخه کې تر خپل توان پورې د اسانتیا برابرولو لپاره هڅه وکړي.
ورپسې ویندویانو او د رسنیو مسئولینو، د معلوماتو خپرولو او معلوماتو ته د لاسرسي برخه کې د شته ستونزو په اړه، ازاد بحث وکړ او د ستونزو د حل په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه سره تبادله کړل. دواړو لوریو د ورته ناستو پر دوام ټینګار وکړ او د رسنیو مرکز له رهبرۍ څخه یې غوښتنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او همغږۍ زیاتولو لپاره د اسانتیا رامنځته کولو برخه کې ور سره مرسته وکړي.
په پای کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، د دوه اړخیزه اړیکو او همکارۍ پراختیا لپاره د ګډونوالو وړاندیزونه وستایل او ژمنه یې وکړه چې د رسنیو مرکز به تر خپل وسه په دې برخه کې بشپړه همکاري وکړي.