د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي صاحب عبد السلام حنفي په مشري له بهرنیو هیوادونو څخه په اجباري توګه د را ایستونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون نن له غرمې وروسته مهمه غونډه وکړه.
په دغه ناسته کې د بیلابیلو کمیټو د فعالیتونو ساحه تعیین او هره کمیټه موظفه شوه؛ تر څو خپلې اړوندې چارې په عاجله توګه تنظیم او په خپلو دندو پیل وکړي.
دغه راز په غونډه کې له را ستنیدونکو مهاجرینو سره د اسلامی امارت دامکاناتو په محدوده کې د مرستو برابرولو او یو لړ نورو موضوعاتو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.