د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له محترم ملا عاشق الله او شیخ عبدالحق حنفي سره وکتل.
یادو علماؤ په هیواد کې د اسلامي نظام پر استقرار د خوښۍ ترڅنګ وویل، ټول هیوادوال په ځانګړي ډول علماء د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې مسؤلیت لري. دوی زیاته کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره په هیواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او سیمه ییز مسؤلین هم د خلکو د ستونزو د حلولو په برخه کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.
محترم ملا عاشق الله او شیخ عبدالحق حنفي، ټولو په ځانګړي ډول لېرې پرتو سیمو کې د تعلیم او تربیې او د ښوونځیو او مدرسو د ایجاد په برخه کې د اسلامي امارت پر پاملرنې خوښي څرګنده کړه.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي له دوې سره پر ملاقات خوښ شو وې ویل، اسلامي امارت تل په هیواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت او د ټولنیزې هوساینې هڅې کوي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او له اسلامي امارت څخه ساتنه او د هیواد په ابادۍ او پرمختګ کې مشترکه ونډه اخیستل د هیواد د علماؤ او ولسونو مسؤلیت دی.