د تېرې ادارې د څو تنو لوړپوړو پوځي چارواکو په ګډون له بهره راستنو شویو یو شمېر پوځيانو او مسؤولینو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول. د دغو کسانو له ډلې چې ځینې یې له افغان شخصیتو سره د تماس کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي، پر خپل راتګ خوښي څرګنده او د اسلامي امارت هڅې وستایلې.
په دې مناسبت جوړه شوې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي او له افغان شخصیتو سره د تماس کمېسیون د دارالانشاء رئیس مولوي ذاکر وویل، د عالیقدر امیرالمومنین له عفوې وروسته د ټولو افغانانو حقونه یو ډول تضمین دي.
د ښاغلي ذاکر په وینا د تېرې ادارې چارواکو ته د مصؤنیت کارت د ورکړې موخه، ډاډ تر لاسه کول او له حکومتي ادارو سره د هغوی د ارتباط جوړول دي، ترڅو له ستونزو سره مخ نه شي.
له افغان شخصیتو سره د تماس کمېسیون د دارالانشاء رئیس زیاته کړه، د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ پرانیستې او له بهرڅخه هېواد ته د افغانانو د راتګ پر وړاندې هیچ راز خنډ نشته.