د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان لمریز کال د عقرب میاشتې په ۸مه نېټه د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې له کارونو څخه لیدنه وکړه. د دغه سفر پر مهال له محترم ملا صاحب سره د ټولګټو وزارت سرپرست محترم ملا محمد عیسی ثاني هم ملتیا کوله.
محترم ملا صاحب د سالنګونو لویې لارې د قراردادي شرکتونو له مسوولینو سره ولیدل او د هغوی له لوري د ترسره شوو کارونو ستاینه یې وکړه. محترم ملا صاحب همدا راز هغوی ته د سالنګونو لویې لارې د پاتې چارو د چټکتیا، غوره کیفیت او پر وخت د بشپړولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
سالنګونو لویه لار د افغانستان تر ټولو مهمه سوداګریزه – ترانزیټي لار ده چې اوسمهال یې د ۸۰کیلومتره سړک د اساسي ترمیم او بیارغونې کار له دوو بېلابېلو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد شوی، چې دا مهال یې د تونل په دننه برخه او ګالریو کې ۸۰ سلنه کار بشپړ شوی او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې به یې پاتې چارې هم بشپړې او د دغه لویې پروژې یوه برخه به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سالنګونو لویې لارې په بیارغېدو سره به د افغانستان سوداګري او د افغانستان له لارې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د ترانزیټ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي او پر دې لار تلونکو مسافرو ته به په تګ راتګ کې ګڼې آسانتیاوې هم رامنځته شي.