د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د پروان، کاپیسا او پنجشیر له یو شمېر ځوانانو سره په ارګ کې وکتل.
په دې کتنه کې د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید او یاد ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني هم حضور درلود، په پیل کې حامد جهاني د نورو ځوانانو په استازولۍ خبرې وکړې.
نوموړي د اسلامي امارت پر کړنو خوښي څرګنده کړه وې ویل، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو په ځانګړي ډول عمراني، اقتصادي، روغتیایي، د سرتاسري امنیت د تامین، د فساد او نشه یي توکو د مخنیوي او انکشافي پروژو د تطبیق په برخو کې پیاوړي او ګټور ګامونه اخیستي دي.
حامد جهاني د کاري زمینې د ایجادولو، ځوانانو ته د تحصیلي بورسیو د تخصیص او د دوی له استعدادونو څخه د ملاتړ، په ادارو کې د ځوان کادرونو د استخدام، نویو فارغ شویو ځوانانو ته د کار زده کړې برنامو د ایجادولو، له بشردوستانه مرستو د موثرې استفادې، د لوړو زدهکړو کیفیت ته د پاملرنې او په مرکز او ولایتونو کې د تحقیقاتي مرکزونو د جوړولو په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس شریک کړل.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع یادو ځوانانو ته د ښه راغلاست پر مهال په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د کړنو په اړه خبرې وکړې او ځوانان یې د هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د ملا د تير په څېر وبلل وې ویل، اسلامي امارت ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه لري او ترې هر اړخیز ملاتړ کوي.
تېرو شلو کلونو کې د انحراف په موخه پر ذهنیتونو کار شوی او دا زموږ دنده ده چې مثبت ذهنیت ایجاد او د ورورګلوي فضا جوړه شي ترڅو افغانان سره یو لاس واوسي.
هغه زیاته کړه، له شک پرته ځینې ستونزې شته چې موږ یې موجوده امکاناتو ته په کتو د حل په لټه کې یوو. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، موږ باید ګډ سولهییز ژوند ولرو او ترڅنګ یې د وروګلوۍ روحیه هم په ټول هیواد کې رواج کړو.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع څرګنده کړه، د اسلامي امارت مشران ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې هڅه کوي ترڅو وطن پرېښودو ته اړ نشي. دغه راز د افغانستان اسلامي امارت له هر راز تبعیض پرته د ټولو وطنوالو د هوساینې لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رئیس د خپلو خبرو په پای کې وطن او خلکو ته د خدمت په برخه کې د راغلو ځوانانو د وطندوستۍ حس وستایه وې ویل، اسلامي امارت د ټولو وطنوالو مشورې اوري، زه به ستاسې وړاندیزونه د اړوندو ادارو له مسؤلینو سره شریک کړم.