د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر نن د غزني د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر مخورو او علماوو سره ولیدل.
په دې ناسته کې یادو قومي مشرانو او سپین ږېرو په قره باغ ولسوالۍ کې د پوهنې د اوسني وضعیت په هکله د خبرو پرمهال وویل، په دغه ولسوالۍ کې خلک د پوهنې له بهیر سره بشپړه مرسته کوي او د ښوونځيو د ستونزو په هواري کې همکار دي.
هغوی زیاته کړه، د غزنی لرې پرتې سیمې لا ډېرو ښوونیزو امکاناتو ته اړتیا لري او هیله ده چې حکومت دې برخې ته پاملرنه وکړي. همدارنګه یادو مخورو خپلې غوښتنې په لیکلي ډول د سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رئیس سره شریکې کړې
د ریاست الورزاء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي ذاکر هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، لومړنیو او په ځانکړي ډول ښوونیزو خدمتونو ته لاسرسی د افغانانو حق دی او اسلامي امارت خپلو امکاناتو ته په پام هر فرد ته د تعلیم رسولو هدف لري.
نوموړي زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی چې علمأ او قومي مشران د خلکو د ستونزو د حل په موخه ادارو ته مراجعه کوي او د اسلامي امارت مسؤولین د ولس د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکوي.