د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د دفتر لوی رئیس محترم ډاکټر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د ایران اهل تسنن علماوو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د ایران اهل تسنن علماوو ته ښه راغلاست وویل شو او ورپسې محترم مولانا عبدالعلي خیرشاهي په دغه کتنه خوښي څرګنده کړه . عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله او ټولو افغانانو ته یې د افغانستان د ازادي، د سراسري امنیت د تامین او د اسلامي نظام د حاکمیت مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، ایران او افغانستان د ګاونډیتوب ترڅنګ دیني، مذهبي، فرهنګي او ډېر نور مشترکات لري او د علامه اقبال د شعر په استناد د افغان ملت ازادي، ثبات او سرلوړي د ټولو ازادي او سرلوړي ده.
محترم مولانا عبدالعلي خیرشاهي د افغانانو په لاسونو د امریکا او د هغوی د متحدینو ماتې او د اشغال خاتمه یوه لویه معجزه وبلله او د دغه الهي نعمت چې د ډېرو قربانیو او تکلیفونو له برکته خدای تعالی په افغان ولس لورولی دی د قدرداني او ساتنې ټینګار وکړ. نوموړي د داسې اسلامي نظام د برقرارولو لپاره چې د ټولو اسلامي هیوادونو لپاره الګو وي، خپلې مشورې او وړاندیزونه هم شریک کړل.
ورپسې محترم نعیم الحق حقاني هروي د اشغال له خاتمې او فتحې وروسته د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لوري د عفوې د اعلان او د امنیت د تامین، د اقتصادي ودې، د افغانیو د ارزښت او د نرخونو د کنټرول، د لویو لارو، سالنګ تونل، قوشتیپې کانال او نورو هغو لویو پروژو، پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل چې د اسلامي امارت له لوري ترسره شوي او ادامه لري.
نوموړي وویل، عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله، محترم رئیس الوزرا او د اسلامي امارت ټولو مسوولینو ته د ملت یووالی، ارامي او هوسایي ډېره مهمه ده او اسلامي امارت تبلیغاتي نه، بلکې عملي همه شموله حکومت رامنځته کړی چې د هیواد د هرې سیمې او قوم استازي په کې ګډون لري او اوسنی نظام له ټول ملت پورې اړه لري او د هغوی استازولي کوي.
محترم ډاکټر ملا عبدالواسع هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د علماوو د فتواوو او هلو ځلو له برکته په افغانستان کې هم پخواني شوروي اتحاد او هم امریکا او د هغوی متحدینو ماتې وخوړه. هغه زیاته کړه، سره له دې چې اسلامي امارت تل په دې ټینګار کوي چې مسایل باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي، مګر د نړۍ ټول کفار د اسلامي خصوصا هغو هیوادونو په خلاف یو لاس دي چې اسلامي نظام او شریعت په کې حاکم او نافذ دی.
د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رئيس وویل، د تحریمونو او نورو ستونزو باوجود د اسلامي امارت کړنې، لاسته راوړنې او پرمختګونه ټولو هیوادوالو او نړیوالو ته معلوم دي. اسلامي امارت له ګاونډیو او د نړۍ له هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي، د وزیرانو او رئیسانو په کچه له هیوادونو سره روابط او تګ راتګ لرو، مګر د دې باوجود هم د نړۍ هیوادونه اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني.
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت د ملت په ډېرو قربانیو او تکلیفونو راغلی او موږ خپلو مجاهدینو ته ویلي دي چې د تېرو شلو کالو په څېر به د هیواد د ابادۍ لپاره هم هلې ځلې کوي او زحمتونه به ګالي، ترڅو دا هیواد لا ښه ثبات او خودکفایي ته ورسېږي. هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مسوولین او مجاهدین له ولس سره په نرمۍ او مهربانۍ چلند کوي، د ملت ګټو ته ترجیح ورکوي او هیڅ ډول تبعیض وجود نه لري.
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې وویل، د اشغال پر وړاندې د جهاد په وختونو کې موږ د ټولو علماوو همکاري او دعاګانې له ځانه سره لرلې او اوس هم د دوی همکارۍ، مشورو او دعاګانو ته د قدر په سترګه ګورو. خدای تعالی دې د افغان کډوالو د راستنېدنې او مېشتېدنې په ګډون د هیواد او ملت ټولې شته ستونزې حل او افغان ولس ارام او هوسا لري.