د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس مولوي ذاکر نن په سپیدار ماڼۍ کې د کابل ولایت د کوچیانو له یو شمېر استازو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، د کوچیانو استازو په بېلابېلو برخو کې د خپلو خلکو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي رئيس شریک او زیاته یې کړه، د کوچیانو قوم له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دی.
دوی دغه راز وویل، د سرتاسري امنیت په تامین سره د کوچیانو وضعیت ښه شوی خو زیاته یې کړه، د وچکالۍ له امله دوی هم لکه د نورو هیوادوالو په څېر له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر، د کوچیانو له استازو څخه په مننې وويل، د اسلامي امارت موخه د افغانستان ټولو ولسونو او قومونو ته خدمت کول دي او هڅه کوي دوی ته د ژوند لازم سهولتونه او اسانتیاوې چمتو کړي.
مولوي محد ذاکر د خپلو خبرو په پای کې ډاډ ورکړ چې د کوچیانو ستونزې به له اړوندو ارګانونو سره شریکې او په وړاندیزونو به یې غور وکړي.