د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع نن له غرمې مخکې د توتاخېل قوم یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې، د توتاخېل قومي شورا مشر محترم محمد داوود او د یادې شورا غړو محترم حاجي عبدالله او محترم خانوخېل د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د پکتیا ولایت او په ځانګړي ډول د سیدکرم ولسوالۍ ستونزې او وړاندیزونه یې مطرح کړل.
دوی د اسلامي امارت په حاکمیت د خوښۍ ترڅنګ د سراسري امنیت ستاینه وکړه او اسلامي امارت ته یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ. دغو مشرانو پخپلو خبرو کې په سیدکرم ولسوالۍ کې د لویو لارو، اوبو بندونو، جوماتونو، روغتیایي کلینیکونو، مدرسو او ښوونځیو جوړولو وړاندیزونه مطرح کړل.
د یادو قومي مشرانو د خبرو تر اورېدو وروسته، د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس محترم ډاکتر ملا عبدالواسع دغو قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هغوی د ملاتړ قدرداني وکړه وې ویل، د ملت او حکومت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت مشران دوامداره هلې ځلې کوي او په همدې هکله دوامداره توګه لویي جلسې ترسره شوې ترڅو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.
محترم ډاکتر ملا عبدالواسع وویل، دا مهال چې له ګاونډیو هیوادونو څخه افغان مهاجرین بېرته خپل هیواد ته د راستنېدو په حال کې دي د دغو کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره د اسلامي امارت عالي کمېسیون چارې په چټکۍ روانې دي او د ټولو ولایتونو اوسېدونکي، مرستندویه بنسټونه او خیرخواه کسان باید خپلو هیوادوالو سره مرسته او همکاري وکړي.
د ریاست الوزرا عالي مقام دفتر عمومي رئیس د خپلو خبرو په پای کې، د توتاخېل قوم ټولو مشرانو او متنفذینو ته ډاډ ورکړ، چې د ستونزو او وړاندیزونو په هکله به غور او هڅه وکړي.