تېره ورځ د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري د بېرته راستنو شويو کورنيو ۵۰ ماشومان، چې له خپلو کورنيو نادرکه شوي و تر پيدا کولو ورسته د خپلو کورنيو غړو ته سپارل شوي دي، همدا راز بېلابېل ډوله ورک شوي اسناد هم تر موندل کېدو وروسته دوی ته سپارل شوي دي.
تورخم کې په فرضي کرښه بېلابېلو خيريه بنسټونو له لوري ۱۸۴۵۰ کورنيو ته پاخه خواړه ورکړل شول، همدا راز بېرته راستنو شويو کورنيو سره د مرستې په موخه خدماتي کمېټې ته زر بورۍ اوړه، زر بوشکې غوړي، دولس سوه دوه ديرش تختې کمپلې،۱۱۷ تختې فرش او ۴۰۰ البسې ورکړل شوې.
تېره ورځ د عامې روغتيا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مسئول ډاکټر حکم خان ګلابزي په فرضي کرښه کې د بېرته راستنو شويو کورنيو غړو ته د واکسين تطبيق له پروسې څارنه وکړه او مسئولينو ته يې په خپله برخه کې د لا ښې پاملرنې سپارښتنې وکړې.
تېره ورځ له فرضي کرښې څخه د ملي اردو لسګونو موټرونو په واسطه ګڼ شمېر کورنۍ موقتي کمپ او له کمپ څخه ۲۹۹ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۱۷۹۲ تنه کېده يو شمېر ولايتونو ته ولېږدول.
تورخم موقتي کمپ کې آغا خان بنسټ له لوري ۱۰۰ خېمې او ۲۰۰ ترپالونه مسئولينو ته وسپارل شول، چې بېرته راستنو شويو کورنيو لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.
تېره ورځ تورخم ښارګوټي کې کمېسارۍ له لوري يو مېلمستون، چې ودانۍ يې پخوا جوړه شوې د يو ميليون افغانيو په مالي لګښت ترميم او ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه، دغه مېلمستون په يو وخت کې د دوه سوه کسانو ځايدو ظرفيت لري.
د ننګرهار پوهنې رياست له لوري تېره ورځ درې سوه او وړمه ورځ پنځه سوه بېرته راستنو شويو زده کوونکو سره د قرطاسيې او درسي موادو مرسته وشوه.
په ياد کمپ کې تېره ورځ د سپين غر چرګانو روزنې اتحاديې له لوري ۳۵۰ او وړمه ورځ ۷۵۰ بېرته راستنو شويو کورنيو ته کمپلې وويشل شوې.
ېره ورځ د کابل امنیه قوماندان مولوي حمزه تورخم کمېسار سره په ليدنه کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو سره په خپله برخه کې د همکارۍ تر سره کولو ډاډ وښوده.