د تېرې ادارې یو شمېر چارواکو ته د مصؤنیت کارتونو د وېش پر دوام نن له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون لخوا څو تنو پخوانیو لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو ته د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول.
د یاد کمېسیون د دارالانشاء رئیس مولوي ذاکر وویل، د اسلامي امارت لخوا شوې عفوه تشریفاتي نه؛ بلکې په واقعي بڼه عملي او څارل کیږي.
د ښاغلي ذاکر په وینا، حکومت د ټولو افغانانو د حقونو پر وړاندې مسؤولیت لري او له همدې امله پخوانيو چارواکو ته د ډاډ د ورکړې په موخه هغوی ته د مصؤنیت کارتونه ورکول کېږي، څو په ډاډه زړه په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
یادو کسانو د اسلامي امارت له نېک چلن او د مصؤنیت کارتونو له ورکړې مننه وکړه او په بهر کې له مېشتو افغانانو یې وغوښتل چې بېرته خپل هېواد ته را وګرځي او با عزته ژوند وکړي.
تر دې مهاله له بهره راغلو او په کور دننه نېږدې زرو کسانو ته د مصؤنیت کارتونه وېشل شوي او دا لړۍ په چټکۍ سره دوام لري.
همداراز په يوې بله لیدنه کې مولوي ذاکر د تېر حکومت پر مهال د کابل ګارنیزون قوماندان جنرال ګل نبي احمدزي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې ښاغلي احمدزي د پخوانیو پوځیانو او چارواکو د امنیت ټينګښت ته په اشارې وویل، د اسلامي امارت دا ډول هڅې ساری نه لري.
په دې لیدنه کې د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس وویل، اسلامي امارت د هېوادوالو د غوره راتلونکې لپاره هڅې کوي او د هغوی د حقونو په ورکړه ځان مکلف ګڼي.
مولوي ذاکر د خپلو خبرو په پای کې وويل، افغانستان د افغان ولسونو ګډ کور دی او هر افغان کولای شي په ډاډ زړه په کې ژوند وکړي.