د افغانستان برېښنا او افغان انوېسټ شرکتونو مسئولینو، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې د چهارشنبې په ورځ (۲۴ لړم ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال؛ له شبرغان څخه تر الوان دښتې د برېښنا لېږد مزي او الوان دښتې سبسټېشن پراختیا پروژو هوکړه لیک، لاسلیک کړ.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: د هېوادونو د پرمختګ لپاره د صنعت وده ډېره مهمه او حیاتي ده، د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد صنعت د پام وړ وده کړې او اسلامي امارت هڅه کوي چې د صنعت د لا ښې ودې او غوړېدا لپاره، هر اړخیزه زمینه برابره کړي.
ښاغلي ملابرادر اخوند زیاته کړه، د صنعت د ودې لپاره برېښنا ډېره مهمه ده، مونږ هڅه کوو چې دصنعت کارانو د اړتیا وړ برېښنا برابره کړو او دا دی نن له شبرغان نه تر الوان دښتې د برېښنا پروژه له افغان انوېسټ کورني شرکت سره لاسلیکېږي. د دغې پروژې په پلي کېدو سره به د صنعتي ودې تر څنګ، له نورې وارداتي برېښنا سره د بیې کمښت له امله په کلني ډول، لسګونه میلونه ډالر د دولت خزانه کې سپما شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، له قراردادي شرکت نه غوښتنه وکړه چې د پروژې چارو ته جدي پاملرنه وکړي او د ژر تطبیق لپاره یې هڅې ګړندۍ کړي.
دغه راز د برېښنا شرکت مسئولینو وویل: له شبرغان څخه تر الوان دښتې د ۵۰۰ کیلوولټ لېږد مزي د پاتې چارو او الوان دښتې سبسټېشن ظرفیت لوړونې پروژو د هوکړه لیک ټولیز لګښت، ۳۶۱۹۸۷۶۱ ډالر دی چې د دوه کلونو په موده کې به تطبیق شي.
د برېښنا شرکت مسئولینو د معلوماتو له مخې: د یاد مزي د لېږد ظرفیت ۱۰۰۰ میګاواټه دی چې یاده اندازه برېښنا به له ترکمنستان څخه الوان دښتې سبسټېشن ته لېږدوي.
همدارنګه د افغان انوېسټ شرکت مسئولینو ډاډ ورکړ چې د یادو پروژو د تطبیق چارې به په ټاکلې موده کې په ښه او مسلکي ډول بشپړې کړي.