د تېر حکومت یو شمېر هغو پوځي مقاماتو ته چې تازه له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون له لارې بېرته هیواد ته راستانه شوي وو، نن د مصؤنیت کارتونه ورکړل شول.
یادو کسانو د مصؤنیت کارتونو د ترلاسه کولو پر مهال وویل، دوی د اسلامي امارت له بریا سره سم د منفي تبلیغاتو په سبب له هېواده وتلي وو؛ خو اوس په افغانستان کې د ورورولۍ فضاء حاکمه ده، خلک د اسلامي امارت له کړنو خوښ او ورسره بشپړې همکارۍ ته چمتو دي.
دوی زیاته کړه، که څه هم اقتصادي ستونزې شته؛ خو پر دې سربیره بیا هم ولس له اسلامي امارت څخه رضایت لري.
په دې ناسته کې له افغان شخصیتونو سره د ارتباط کمېسیون د دارالانشاء رئیس محترم مولوي ذاکر، راغلو هېوادوالو ته هرکلي ووایه او زیاته یې کړه، د تېرې ادارې چارواکو او مسؤلینو ته د مصؤنیت کارتونو ورکړه د اسلامي امارت نېکه اراده څرګندوي.
د ښاغلي ذاکر په وینا، په پخوانۍ اداره کې د دندې له امله هېڅوک نه ځورول کېږي او که دا ډول پېښې ولیدل شي د اسلامي اصولو له مخې به ورسره چلند وشي.