د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، د دوشنبې په ورځ (۲۹ لړم ۱۴۰۲) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، هالنډ هېواد ته، د خپل وروستي سفر جزییات له رسنیو سره، شریک کړل.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، ډاکټر عبدالباري عمر، په دې خبري کنفرانس کې وویل: د هالنډ په دنهاګ ښار کې د سیمه ییزو تولیداتو دوهم نړیوال کنفرانس ته په رسمي ډول دعوت شوی وم او هلته مې په یاد کنفرانس کې ګډون وکړ.
ښاغلي عمر زیاته کړه، چې دغه کنفرانس د طبي تجهیزاتو، درملو، واکسینونو او خوندي خوړو له کیفیت څخه د ډاډ ترلاسه کولو او په دې برخه کې د موجودو نړیوالو قوانینو او ستراتېژیو د پوهاوي په اړه جوړ شوی وو.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست وویل، چې په کنفرانس کې یې د افغانستان وضعیت په ښه ډول تشریح او نړیوال یې له رامنځته شویو پرمختګونو څخه خبر کړي، د طبي تجهیزاتو او درملو تولید د پرمختللو هېوادونو له تجربو څخه یې ښه ګټه پورته کړې ده.
دغه راز، ښاغلي عمر وویل، چې د کنفرانس په څنډه کې یې د درملو او طبي تجهیزاتو د سترو او نړیوالو کمپنیو له استازو سره کتلي او له هغوی څخه یې غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړی زیاتوي چې د درملو او طبي وسایلو د کمپینو ډېری استازو په افغانستان کې د پانګونې لپاره، لېوالتیا ښودلې ده.
د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست زیاته کړه، چې په هالند، آلمان او بلجیم هېوادونو کې یې له مېشتو افغانانو او افغاني کادرونو سره هم کتلي او هغوی ته یې په افغانستان کې د خدمت کولو بلنه ورکړې ده.