د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر د جاپان د سفیر مرستیال تاکایو تانیموتو او مل پلاوي سره ولیدل.
په دې ناسته کې، ښاغلي تاکایو تانیموتو له افغانانو سره د خپل هيواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ وې ویل، جاپان په افغانستان کې د خپلو هغو پروژو د بشپړېدو هوډ لري، چې دا مهال نیمګړې پاتې دي.
نوموړي همداراز په افغانستان کې د جاپان له لوري د یو شمېر نورو رغنیزو پروژو د پيلېدو خبر هم ورکړ.
د جاپان د سفارت مرستیال په افغانستان کې د نشه يي توکو په لمنځه وړلو او بندېدو خوښي وښوده وې ویل، دوی به د افغانستان او اسلامي امارت په اړه شته واقعیتونه له نړۍ سره شریک کړي.
د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر، له افغانانو سره د جاپان له بشري مرستو مننه وکړه زياته يې کړه، اسلامي امارت په معارف، روغتیا او نورو بنسټيزو چارو کې د یاد هېواد مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي ذاکر، په کابل کې د جاپان د سفارت فعالیت مهم وباله او څرګنده يې کړه، اسلامي امارت له ټولې نړۍ سره مثبت تعامل او ښې اړیکې غواړي.