د پخوانۍ ادارې مقاماتو او اعضاوو ته د مصوونیت کارتونو د ورکړې په بهیر کې یوشمېر پخوانیو مقاماتو ته د مصوونیت کارتونه ووېشل شول.
د دغو کارتونو د وېش پر مهال له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشاء رئيس مولوي محمد ذاکر وویل، د دغو کارتونو له وېش څخه موخه پخوانیو سیاسي شخصیتونو او حکومتي مقاماتو ته د حفاظت او مصوونیت ورکړه ده.
هغه وویل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس عمومي عفوه اعلان شوې او له هیواد څخه وتلي شخصیتونه په ډاډه زړه کولای شي چې خپل هېواد ته راشي او با عزته ژوند وکړي، که ورسره اندېښنه وي هغوی ته د مصوونیت کارتونه وېشل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، تر اوسه سلګونه کسانو دغه کارتونه ترلاسه کړي او په راتلونکي کې به هم یوشمېر شخصیتونو ته ووېشل شي، چې له حقوقو څخه یې ګټه واخلي.
یادو شخصیتونو د مصوونیت کارتونو په ترلاسه کولو خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ، چې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو دي.