د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي ذاکر نن د کابل ښار د شپږمې ناحیې له يو شمېر علماؤ او مخورو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
د دې ليدنې په پیل کې راغلو علماؤ او قومي مشرانو اسلامي امارت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ وې ویل، د اسلامي نظام په راتګ سره د زورواکۍ او ظلم لمن ټوله شوې چې له امله يې د ولس رضایت ترلاسه کړی دی.
دغو مشرانو زیاته کړه، په تېرو څو لسیزو کې ورته د پام وړ کار ندی شوی او لا هم په یاده سیمه کې روغتیايي او ښوونیزو خدماتو ته لاس رسی نه لري.
د يادو علماؤ او مخورو په وینا که څه هم لا له وړاندې د سیمې خلکو روغتيايي کلینیک او ښوونځي ته ځمکه ځانګړې کړې، خو د تېرو نظامونو لخوا پرې ودانۍ ندي جوړې شوي همدا لامل دی چې لا هم ښوونځي مناسب حالت نه لري او روغتیايي خدمات نشته.
دوی د ستونزو د حل په موخه خپل عرائض هم د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر له رئيس سره شریک کړل.
د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس محترم مولوي ذاکر راغلو مشرانو ته ښه د راغلاست تر څنګ وويل، اسلامي امارت د افغانانو د هوسا ژوند لپاره شپه او ورځ نه ستړې کېدونکی کار کوي چې له نېکه مرغه ولس هم له چارواکو سره همکار دی.
محترم مولوي ذاکر څرګنده کړه، دا مهال اړوند ادارې د ښاري ژوند د لا زياتو ننګونو د مخنيوي په موخه د هيواد په لویو ښارونو کې ګڼې ودانیزې پروژې تر لاس لاندې لري او دا لړۍ به دوام ولري.
په پای کې د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت د دفتر رئيس د کابل ښار شپږمې ناحیې د خلکو د ستونزو د حل په اړه وویل، له اړونده ادارو سره به د همغږۍ له لارې د ولسونو غوښتنو ته رسیدګي وکړي.