د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ له سرپرستې او شارژدافیرې مېرمن رافایلا یودیچه سره په ارګ کې وکتل.
په پیل کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرستې او شارژدافیرې په افغانستان کې د ټولو نړیوالو سازمانونو په ځانګړي ډول اروپایې ټولنې د استازولیو د امنیت تامین د مننې پر مهال، افغانستان ته له پاکستان څخه په زور د راستنېدونکو افغان مهاجرو، د هرات زلزله ځپلو او د بشري مرستو رسولو په نورو برخو کې د خپلو راتلونکو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل.
مېرمن رافایلا یودیچه څرګنده کړه، افغانستان د اروپایې ټولنې د بشري مرستو او همکاریو په محراق کې قرار لري او دغه راز نړیواله ټولنه هم له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د اجباري بېرته راستنېدو او نشهیې توکو سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان اسلامي امارت کړنې ستايي.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي، مېرمن رافایلا ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو سره د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو له بشري مرستو په مننې سره وویل، اسلامي امارت د امنیت تأمینولو ترڅنګ د نشه توکو د کښت، قاچاق او سوداګرۍ، اداري فساد د محوه کولو، د معتادینو د درملنې او هغوی ته د بېلابېلو حرفوي زدکړو برابرولو ترڅنګ په نورو بېلابېلو برخو کې هم د پام وړ پرمختګونه لرلي دي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، ځینې ګاونډي هیوادونه د ټولو نړیوالو او بشري قوانینو خلاف افغان مهاجرین چې په یادو هیوادونو کې د مهاجرت قانوني اسناد هم لري، په زور شړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغان مهاجرینو د اجباري ستنولو لړۍ په ژمي کې عامو افغانانو ته یو تکلیف ورکونکي کار وباله، د افغانستان اسلامي امارت خپل ټول امکانات پهکار اچولي او د افغان مهاجرینو د باعزته بېرته راستنېدو، دوی ته د بېړنیو بشري او روغتیایي مرستو رسولو، کارموندنې او مشتېدو په خاطر عالي کمېسیون جوړ کړی، چې دولس کمېتې لري او د هیواد په بېلابېلو برخو کې مهاجرینو ته خدمات وړاندې کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړه، اسلامي امارت د ګاونډیو په ګډون، له نړۍ او د اروپایې ټولنې غړو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په دې باور دی چې ټولې ستونزې د ډیالوګ له لارې حلېږي؛ دغه راز په افغانستان کې شته واقعیتونه باید له نړیوالو سره شریک کړل شي او دا چې اوسمهال په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه کولای شي په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرستې او شارژدافیرې د دې په څرګندولو سره چې ستاسې پیغام به د اروپایي ټولنې غړو هیوادونو سره شریک کړم وویل، چې په افغانستان کې وضعیت له نږدې څارو او په بېلابېلو په ځانګړي ډول له بېرته راستنېدونکو مهاجرینو سره به خپلې بشردوستانه مرستو او ملاتړ ته دوام ورکړو.
په پای کې نوموړې د افغانستان له خلکو سره اروپايي ټولنې د ۶۴ میلیونه یورو پخوانۍ مرستې سربیره، د ۱۴۵ میلیون یورو اضافي مرستې خبر هم ورکړ.