په پيل کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، هېواد ته د دې پلاوي سفر له اسلامي نړۍ سره د نښلولو ښه وسیله وبلله.
خلیفه صاحب د فلسطين شهیدانو ته له دعاګانو وروسته وویل: “موږ د فلسطین د مسلمانانو درد احساسوو او د یهودي اشغالګرو د بې عدالتیو له امله ځوریږو”. د ښاغلي حقاني په خبره د جهاد په برکت له سختیو وروسته د الله تعالی مرسته د نصرت په بڼه راځي، افغانانو د الله تعالی په توکل او.
د مجاهدینو د بې شمېره سرښندنو په پايله کې خپلواکي ترلاسه کړه. سرپرست وزیر هیله وښوده چې د فلسطینیانو د مقاومت په نتیجه کې به د فلسطین خاوره د اشغالګرو له منګولو ازاده شي. ښاغلي حقاني زیاته کړه چې د فلسطین له خلکو سره مرسته به د ټولو افغانانو لپاره ویاړ وي.
په خبره يې يرغلګرو سره د افغانانو مبارزې په ډاګه کړه چې جنګ، جګړې په یووالي او د الله تعالی په مرسته ګټل کېدای شي، افغانانو ثابته کړه چې بریدګر هر څومره ځواکمن او مجهز وي، د ايمان پر وړاندې کمزوری او ناکام دی.
د خلیفه صاحب په وينا د افغانستان واګي د علماوو په لاس کې دی او علماء د هېواد ګټې او لومړيتوبونه په ښه توګه درک کولای شي.
د ښاغلي حقاني په خبره: تېرو دوو کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او د روږدو کسانو درملنه په ښه توګه ترسره شوې، امنيت ډاډمن دی اقتصادي ثبات او پرمختګ د هرې ورځې په تېرېدو وده کوي او د هېواد د بيارغاونې بهیر په چټکۍ سره دوام لري.
د ياد پلاوي په استازيتوب ډاکټر علي قره داغي هېواد کې د خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه د افغانانو مبارزه د نړۍ مسلمانانو لپاره مشعل او اسلامي نړۍ تاريخي بريا و بلله.
ښاغلي قره داغي د فلسطین ستونزه د اسلامي امت ګډ درد ياد کړ. نوموړي افغانستان سره د قطر هېواد مرستو ته په اشارې، افغانستان سره د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ. د فلسطین د علماوو ټولنې مشر شیخ ډاکټر نواف تکروري دې ليدنه کې وویل؛ د نړۍ مظلوم ملتونه د افغانانو له شل کلنې مبارزې او اتلولۍ څخه الهام اخلي. په وينا يې د ظالمانو پر وړاندې د فلسطین د خلکو او مجاهدینو مبارزه دوام لري، خو د نړۍ ټول مسلمانان مسؤلیت لري چې د مظلومو مسلمانانو ملاتړ وکړي.
په پای کې خلیفه صاحب د قطر له دولت څخه د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د مرستو او د اسلامي نړۍ د علماوو ټولنې د دغه پلاوي د ښو مشورو له امله مننه وکړه.