محترم دوکتور شیخ علي محي الدین علي القره داغي، محترم شیخ دوکتور محمد الحسن الددو، محترم شیخ دوکتور محمد الصغیر عبدالرحیم محمد او محترم شیخ دوکتور نواف تکروري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.
هغوی تر اوږدې مبارزې وروسته د اسلامي نظام پر حاکمیت خوښي وښوده، په بین المللي مسایلو کې یې د اسلامي هیوادونو او امتونو یووالی د وخت اړتیا وبلله او وې ویل، اسلامي دولتونه د دې موضوع په درک کولو سره هڅه کوي، ترڅو د نړۍ مسلمانان له یو بل سره متحد شي.
د مسلمانو علماوو ټولنې غړو او مشایخو د سرتاسري امنیت تامین، د اسلامي قوانینو تطبیق او په مختلفو برخو کې د افغانستان پراختیا او بیارغاونې په څېر موضوعات او اقدامات وستایل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مسلمانو علماوو ټولنې غړو او مشایخو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له هغوی سره پر ملاقات خوښي وښوده او د مسلمانانو په یووالي محترم مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د سرتاسري سولې او امنیت ټینګښت، د اداري فساد او نشه یي توکو کر، سوداګرۍ او قاچاق له منځه وړل او د معتادینو راټولول او اړمنو ته د معاش ټاکل، د سود معاملاتو منع کول او په ادارو او معاشونو کې د اصلاحاتو ترسره کول د ا.ا اقدامات وبلل او له علماوو او مشایخو څخه یې وغوښتل چې دغه اقدامات د نړیوالو او مسلمانانو تر غوږونو ورسوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د ګاونډیو هیوادونو له لوري په زور د افغان کډوالو اخراج موضوع ته په اشارې وویل، که څه هم دغه اخراج د ټولو بین المللي نورمونو خلاف ترسره شو، خو اسلامي امارت د دې پروسې د مدیریت لپاره له مختلفو ادارو او کمېټو څخه یو کمېسیون جوړ کړ او د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته یې رسیده ګي کړې او د هغوی دایمي مېشتېدنې لپاره پاملرنه او همکاري اړینه ده.