د ریاست الوزراء اداري مرستیال او د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې کمیسیون مشر د مهاجر سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو کمیتې له مسئولینو او غړیو سره وکتل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو د کمیتې مشر محترم الحاج نورالدین عزیزي د ریاست الوزراء د دفتر له اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، چې دغه کمیته له پاکستان څخه د راستنیدونکیو سوداګرو او پانګوالو ته د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره د ځمکې د وېشلو په لټه کې ده.
محترم نورالدین عزیزي زیاته کړې؛ دغه کمیته د صنعتي پارکونو د رامنځته کولو لپاره بېرته راستنېدونکیو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکو د وېش په لټه کې ده او دغه راز د دوی د هڅولو لپاره ځینې مالیاتي او تشویقي موارد هم په پام کې نیول شوي دي.
په دې کتنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي؛ د دې کمیتې غړي له هېواده بهر افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره له نورو ټولو کمیتو سره همغږې هڅې کوي، چې افغان سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد په دې اړه څرګنده کړې: د دې کمیتې موخه د صنعتي پارکونو جوړول او راستنېدونکیو سوداګرو او پانګوالو ته د ځمکې وېشل دي او دې کمیتې د هغوی د هڅونې لپاره د مالیاتو معافیت هم په پام کې نیولی دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ لازمه ده، چې د دې کمیتې غړي د بېرته راستنېدونکیو کډوالو په ځانګړي توګه د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو د حل لپاره خپلې ټولې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړې؛ د اسلامي امارت رهبري سوداګرو او پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو لپاره په بهر کې له میشتو افغان سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې د هېواد په آبادۍ او پر مختګ کې له هېوادوالو سره ګډه ونډه واخلي.
د کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ کله، چې د افغان پانګوالو پیسې له پاکستان څخه هېواد ته را انتقال شي د هېواد د اقتصاد په وده کې به مهم رول ولوبوي.