د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی د بادغیس ولایت په ځانګړي ډول د جوند ولسوالۍ د ټولنیز، اقتصادي او محلي حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل.
هغوی د اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې په وخت کې د بادغیس ولایت د علماوو او مجاهدینو د مبارزو او سرښندنو یادونه وکړه او په هیواد کې په سراسري امنیت او د اسلامي امارت په بریا خوښي وښوده.
یادو علماوو او مشرانو د دې په بیانولو سره چې جوند ولسوالي د افغانستان له محرومو او لیرې پرتو سیمو څخه ده، د اسلامي امارت رهبري څخه وغوښتل چې د مجاهدینو د ستونزو حل، د روغتیایي کلینیکونو، ښوونځيو او مدرسو جوړولو، د سرکونو ترمیم او همدارنګه په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعالیت ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د بادغیس ولایت علماوو او مجاهدینو سره په کتنه خوښي څرګنده کړه او وې ویل، د اسلامي امارت مسوولین تل په هیواد کې د امنیت د تامین او خلکو ته د هوساینې رامنځته کولو کوښښ کوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، د اسلامي امارت رهبري به شته امکاناتو ته په پام د جوند ولسوالۍ د خلکو د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې درېغ نه کړي.