دو شنبه، ۲۰/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۳/۹/۱۴۰۲ ھ ش
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې (۱) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۵) تنه وو، ثبت او بایومټریک شوه.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۱) کورنۍ د زنځیر له سیمې څخه د شملزو ولسوالۍ ته انتقال شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه: له (۱) راستنې شوې کورنۍ سره (۱۰۰۰۰) افغانۍ او (۲۳) قلمه غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: (۵۰) کسانو ته ډوډۍ ورکول شوه.