دو شنبه، ۲۰/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۳/۹/۱۴۰۲ ھ ش
د ثبت تثبیت او استقبال کمېټه: (۱۶۷) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۹۶۲) تنه کیږي، ثبت او راجستر شوي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۴۵) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۶۲) تنه کیږي هرات، کابل او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۳۸۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه: (۳۷۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ ورکول شوې او (۸۴۰۰۰) لیټره اوبه ورسول شوې. (۲۵۶) تنه ناروغان تداوي شوي؛ (۱۸۳۲) تنو ته بېلابېل واکسیونونه تطبیق شوي، د (۸۸۰) کسانو سکرینینګ شوی او د (۵) تنو د ملاریا او کورونا نمونې اخیستل شوي.