دو شنبه، ۲۰/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۳/۹/۱۴۰۲ ھ ش
د ثبت، تثبیت او بایومټریک کمېټه: (۱۹) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۵۳) تنه کیږي، ثبت او راجستر شوې.
د مالي چارو کمېټه: (۱۵) کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د ترانسپورټ او انتقال کمېټه: (۳۲) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۶۲) تنه کیږي، کندوز او بلخ ولایتونو ته ولیږدول شوې، یادو کسانو ته (۲۰۴۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.