دو شنبه، ۲۰/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۳/۹/۱۴۰۲ ھ ش
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: (۷) کورنۍ ثبت او راجسټر شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۷) کورنۍ له انګور اډې څخه د مهاجرينو کمپ ته او له هغه ځای څخه خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه: (۷) کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس- لس زره افغانۍ ورکول شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: (۲۲) کسانو تداوي شوې، (۵) کسانو ته واکسین تطبیق شوی او انګور اډه او ښرنه کې د خدماتو کمېټې له لوري (۶۷) تنو ته ډوډۍ ورکول شوې او د شپې تېرولو ځای او نور اړین توکي ورته برابر شوي دي. همدارنګه، (۹) عدده سیمکارټونه راستنېدونکو ته په وړیا توګه ووېشل شول.