سه شنبه، ۲۱/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق مطابق ۱۴/ ۹/ ۱۴۰۲ هـ ش
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: (۵) کورنۍ ثبت او راجسټر شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۵) کورنۍ له انګور اډې څخه خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه: (۵) کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس- لس زره افغانۍ ورکول شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه: (۵۵) کسانو درملنه ترسره شوه، (۴۶) تنو ته ډوډۍ ورکول شوه او د شپې تېرولو ځای او نور اړین توکي ورته برابر شوي دي. همدارنګه، (۹) عدده سیمکارټونه راستنېدونکو ته په وړیا توګه ووېشل شول.