د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب والي محترم داملا شعیب رسالت، د غزني امنیه قومندان محترم مخدوم محمدعالم رباني، د سرپل مرستیال والي محترم داملا محمد نادر، د فاریاب امنیه قومندان محترم داملا سراج الدین، د سرپل ولایت د لوا قومندان محترم مفتي محمد مقتصد او د فاریاب ولایت د ګریزیوال ولسوال محترم مولوي حمیدالله دانش سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی هغوی د یادو ولایتونو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت او حکومتولۍ په اړه خبرې وکړې او د خپلو کړنو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه یې د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته راپور ورکړ.
هغوی زیاته کړه، محلي مسوولین خلکو ته د خدماتو او هوساینې په برابرولو کې خپلې هڅې نه درېغوي او د امنیت په تامین کې هم کوښښ کوي. هغوی همدارنګه د اسلامي امارت له رهبري څخه وغوښتل چې په دې ولایتونو کې د سرکونو ترمیم، په لیرې پرتو سیمو کې د کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو جوړولو او د پراختیایي پروژو تطبیق ته دې جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د هیواد د بېلابېلو ولایتونو محلي مسوولینو سره په کتنه د خوښي څرګندولو ترڅنګ د هغوی فعالیتونه او کړنې وستایلې.
د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړه، محلي مسوولین دې خلکو ته د خدماتو او اسانتیاوو برابرولو، د امنیت تامین او د هغوی د ستونزو په حل کې خپلې هڅې نه درېغوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، د افغانستان اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام د یادو مواردو په برخه کې اقدام وکړي.