د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له علماوو، ګذر وکیلانو او مخورو سره ولیدل.
په دغه کتنه کې یادو علماوو او مخورو د اسلامي نظام اهمیت ته په اشارې وویل، د اسلامي امارت له بریا وروسته د ښار امنیت ټېنګ شوی او ګڼې ننګوونې یې حل شوې دي.
هغوی وویل، له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د ګذر وکیلانو وویل، له پخوا راهیسې په دې ناحیه کې ښوونځي او مدرسې ته ځمکه ځانګړې شوې، خو د شلو کلونو په تېریدو بیا هم پرې ودانۍ نه ده جوړه شوې او له امله یې له ستونزو سره مخ دي.
هغوی د دې ترڅنګ خپلې یوشمېر نورې ستونزې او وړاندیزونه هم په لیکلي ډول د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئيس ته وسپارل.
د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مولوي ذاکر، یادو علماوو او مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، په تېرو څو لسیزو کې افغانان د قوم، ژبې او ان د سیمې پر بنسټ ویشل شوي وو، چې له نیکه مرغه د اسلامي امارت له بریا سره په هېواد او حکومتي سیستم کې هر راز تعصب او تبعیض ختم شوی دی.
هغه زیاته کړه، د حېرانتیا خبره ده چې په تېرو شلو کلونو کې آن د پلازمینې خلک هم له ستونزو خلاص نه شول .
نوموړي ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت به په پوره زیار د کابل داوسېدونکو ستونزې هوارې کړي.