جمعه ۲۴/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ.ق مطابق ۱۷/ ۹/ ۱۴۰۲ هـ ش
د ثبت تثبیت او استقبال کمېټه: (۷۲) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۴۰۹) تنه کیږي، ثبت او راجستر شوي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه: (۵۵) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۳۳۲) تنه کیږي ارزګان، هرات، کابل، زابل، غزني او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شول او یادو کورنیو ته (۶۰۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه: (۱۲۹) راستنې شوې کورنۍ (له هرې کورنۍ) سره لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه: (۳۴۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ ورکول شوې او (۳۰۰) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.