د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د زابل له والي محترم مولوي حزب الله افغان سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.
په پیل کې د زابل والي محترم مولوي حزب الله افغان د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته خپل راپور وړاندې او څرګنده یې کړه، سیمه ییز مسؤلین د یاد ولایت د خلکو د امنیت د تامین ترڅنګ د دوی د ستونزو د حلولو په برخه کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کوي.
محترم مولوی حزب الله افغان وویل، په زابل ولایت کې اجباري بېرته راستنېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شوي دي. ده دغه راز د اسلامي امارت له رهبري وغوښتل چې د کرنیزو ځمکو پراختیا، په لېرې پرتو سیمو کې د روغتونونو جوړولو، بېرته راستانه شویو مهاجرو ته د کارموندنې او انکشافي پروژو د تطبیق برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د زابل والي سره پر کتنې خوښي څرګنده او د نوموړي کړنې او فعالیتونه یې وستایل.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت او سیمه ییز مسؤلین د افغان ولسونو د ستونزو د حل او دوی ته د هوساینې د ایجادولو په موخه خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې د زابل والي له لورې شویو وړاندیزونو ته په اشارې وویل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د یادو ستونزو د حل په برخه کې اقدام وکړي.