د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام د هیواد له یو تن ملي سوداګر محترم حاجي ابراهیم حبیب یار سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې محترم حاجي ابراهیم حبیب یار په خپلو خبرو کې په هیواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت او اقتصادي زمینو د پراختیا په اړه خوښي څرګنده کړه.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت ټولو برخو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او پانګونې او همداراز سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو اسانتیاؤ د ایجادولو برخې ته ځانګړې پاملرنه لري او دا چاره د دې لامل ګرځېدلې چې کورني او بهرني سوداګر او پانګوال په بشپړه لېوالتیا سره په هیواد کې پانګونه وکړي.
محترم حاجي ابراهیم حبیب یار همداراز په هرات ښار کې د منل شویو معیارونو مطابق د یوه روغتون د ایجاد خبر ورکړ وې ویل، د اسلامي امارت د همکارۍ په صورت کې د هیواد په نورو ښارونو کې هم د روغتیا په برخه کې پانګونې ته چمتو دی.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي پر یادې کتنې خوښي څرګنده کړه وې ویل، اسلامي امارت افغان ولسونو ته د کارموندنې فرصتونو د ایجاد په موخه د سترو پروژو د تطبیق او دغه راز سوداګرو او پانګوالو ته په هیواد کې د پانګونې او اقتصادي زمینو د پراختیا لپاره تل نه ستړې کېدونکی هلې ځلې کوي.
د دې کتنې په پای کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال له ټولو پانګوالو څخه د هیواد په بېلابېلو برخو کې د دوی د پانګونې هرکلی وکړ وې ویل، اسلامي امارت په دې برخه کې خپلې هیڅ راز هڅې نه درېغوي.