د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر د روغتیا له ډاډمنېدوسره سم په خپل دفتر کې کار پیل کړ او له ګڼو چارواکوسره یې وکتل.
مولوي عبدالکبیر د ناروغۍ له کبله لومړی په کور کې استراحت او بیا په روغتون کې بستر و؛ د روغتیايي حالت له ښه کېدو وروسته یې د کابینې د یو شمېر غړو او د اسلامي امارت د چارواکو په حضور کې خپل دفتر ته تشریف راووړ او چارې یې پیل کړې.
نوموړي وویل، تر درملنې وروسته یې روغتیا ډاډمنه شوې او روغتیاپالانو ورته د کار مشوره ورکړې ده.
محترم سیاسي مرستیال زیاته کړه چې د نوموړي د نه حضور په جریان کې د هرات زلزلې زرګونه کسان وځپل او له پاکستان څخه د مهاجرینو د استخراج لړۍ هم پیل شوه چې پرې خواشینی شوی دی.
هغه وویل، زیانمنو هېوادوالو ته د رسیدګۍ په موخه له مسؤولینو سره په تماس کې و او د شکرځای دی چې د امکاناتو تر بریده ورته آسانتیاوې چمتو شوې دي.
مولوي عبدالکبیر له ټولو هېوادوالو او افغان سوداګرو څخه مننه وکړه، چې د هرات له زلزله ځپلو او مهاجرینو سره یې مرستې کړې دي او اسلامي امارت به ټولو اړو خلکو ته اړین خدمات برابر کړي.