د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج خلیل الرحمان حقاني، د یاد وزارت معینانو او استازو سره وکتل.
د دې کتنې په پیل کې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج خلیل الرحمان حقاني خبرې وکړې او د ریاست الوزراء اداري معاونیت مقام ته یې د خپلو چارو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر زیاته کړه، موظفې کمیټې د اجباري بېرته راستېدونکو مهاجرو د لېږل او ځاي پر ځای کولو په برخه کې لازم خدمات وړاندې کوي او تل هڅه کوي د خدماتو د عرضې په برخه کې له ټولو شته امکاناتو ګټه واخلي.