د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو کمېسيون غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې د یاد کمېسیون غړو هم حضور درلود د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې، د تفتیش ملي ادارې، د زندانونو چارو او د تېلو او ګازو عمومي ریاستونو د اړوند موضوعاتو په اړه هراړخيز بحثونه ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه ونیول شول.#