د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په پيل کې، په دې غونډه کې د پوهنې، کار او ټولنیزو چارو او کانونو او پټروليم وزارتونو اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په تړاو یې لازم تصميمونه ونيول شول.
د دې غونډې په پاې کې، د کورنيو چارو، عدليې او شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو، د چارو ادارې عمومي رياست او د سوداګرۍ او پانګونې خونې، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې او د شهزاده سرای د صرافانو او پولي خدمتونو ټولنې د موضوعاتو لا زیاتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو تر هر اړخيز تدقيق وروسته يې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.